Asset 1SWN

خوست کې یوه خیریه بنسټ ۳۰ جوړو ته ډله‌ييز واده وکړ

WhatsApp Image 2023-12-05 at 15.32.18_f53c7844

په خوست کې د «ګل‌اغا پرواني خيريه بنسټ» له‌خوا ۳۰ جوړو ته د ډله‌ييز واده مراسم جوړ شول. د دغه بنسټ مسوولان وايي، نن سه‌شنبه یې د هغو ۳۰ جوړو لپاره د ډله‌يیز واده مراسم برابر کړل چې بې‌وسه وو او له کلونو راهیسې یې د واده لګښت نه شوای پوره کولای.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ګل‌اغا پرواني خيريه بنسټ مشر خيرالدين مايل وايي، ياد کسان د خوست د سوداګرۍ خونې او ولايت مقام له‌خوا په ګډه په نښه شوي وو چې نن یې ورته د واده مراسم جوړ کړي وو. د نوموړي په وینا، د ناوې د اړتیا وړ وسایلو او د ډوډۍ لګښت دغه بنسټ پر غاړه اخیستی او د ولور په ورکولو کې یې ونډه نه لرله.

په ورته وخت کې ځينې ځوانان وايي چې په ټولنه کې د لوړ ولور ناوړه دود له امله ډېری ځوانان نه‌شي کولای چې خپل ودونه وکړي.

د خوست اوسېدونکی احمد وايي، ځوانان نه یوازې اقتصادي ستونزې کړوي، بلکې د ولور پیسو پرې کول یې نور هم ملا ور ماته کړي. هغه له خلکو وغوښتل چې د ولور د ناوړه دود مخنيوي لپاره دې لاس په‌کار او مخه دې يې ونيسي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دغو ځوانانو کې داسې کسان هم وو چې درې يا څلور کاله يې د کوژدې تېر شوي وو، خو د ناسم اقتصاد له کبله یې د واده کولو وسه نه لرله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام