نن په بلخ کې د «ښځو ځانګړي حسینه دارالعلوم» له لوري د ۱۱۵ ځوانو جوړو د ډله‌ییز واده پروګرام جوړ شو. دغه ځوانې جوړې چې د بېلابېلو ولایتونو او د ټولنې په بېلابېلو پوړونو پورې اړه لري، دوی ته په ډله‌ييزه توګه د واده پروګرام جوړېدل مهم بولي او په وینا یې، مسوولان یې لپاره غټ کار کړی دی.

دوی وايي، د ډېرو لګښت له کبله یې د واده کولو وسه نه لرله او همدا لامل و چې د ډله‌يیز واده په پروګرام کې یې د ګډون پرېکړه وکړه.

پر دغه ډله‌ییز واده څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د «ښځو ځانګړي حسینه دارالعلوم» له لوري ورکړل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

راضیه حسیني چې بلخ کې د دغه ډله‌يیز واده یوه مسووله ده وايي چې ټولنه کې یې د ناوړه دودونو د مخنیوي او د ډله‌يیزو ودونو دودولو په موخه یې دغه پروګرام جوړ کړی دی.

د بلخ ترڅنګ، یوه خیریه بنسټ نن په خوست کې هم د ۱۱۰ جوړو لپاره د ډله‌‌يیز واده پروګرام جوړ کړی و. د سېلاب خیریه بنسټ مشر سیداحمد سېلاب وايي، ټولنه کې شته ناوړه دودونو د ځوانانو او پېغلو ژوند سخت کړی.

د نوموړي په وینا، کومو جوړو ته یې چې نن د واده پروګرام جوړ کړی و، د ولور پیسې یې نه لرلې او له کلونو راهیسې یې د واده پروګرامونه ځنډېدلي وو.

سېلاب زیاتوي چې ناوړه دودونه، د ځوانانو وزګارتیا او د خلکو اقتصادي ستونزې لامل شوي، څو د افغان ځوانانو او پېغلو د ودونو پروګرامونه کلونه کلونه وځنډېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوست ځوانان د سیداحمد سېلاب خیریه بنسټ له لوري د دوی لپاره د ډله‌يیز واده پروګرام جوړولو ستاینه کوي او وايي، یاد بنسټ یې په سخت وخت کې لاسنیوی کړی او د ګډ ژوند اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې.

بله‌خوا دیني عالمان هم ډله‌يیز واده د ګڼ‌شمېر ځوانانو او پېغلو د لاسنیوي او لپاره یې د ګډ ژوند اسانتیاوو برابرولو لپاره مهم بولي. دوی وايي، ځوانان او پېغلې باید یو له بل سره په شرعي نکاح ودونه وکړي، خو په خبره یې، ناوړه دودونه او اقتصادي ستونزې یې د دغه شرعي کار مخه نیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام