د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بلخ کې د ۱۵ کلن عبدالرووف له کورنۍ ۱۵ ورځې وخت غوښتی وو، ترڅو دغه برمته شوی ماشوم پيدا او بېرته يې خپلې کورنۍ ته وسپاري.

ورپسې ولسمشر محمد اشرف غني هم د بلخ چارواکيو ته خبرداری ورکړ چې که تر لسو ورځو پورې تښتول شوی ماشوم برمته کوونکيو څخه ازاد نه شي، له دندو یې ګوښه کوي.

خو اوس دغه ۱۵ ورځې پوره شوي او د عبدالرووف برخلیک په اړه هېڅ خبر نشته.

د ۱۵ ورځې وخت په پای ته رسېدو سره د تښتول شوي ماشوم کورنۍ خبرداری ورکوي، که تر ۷۲ ساعتونو پورې یې ماشوم برمته کوونکيو څخه خوشې نه شي، شمال کې به ټول سوداګریز بندرونه او همداراز د بلخ ـ جوزجان او بلخ ـ کابل لویه‌لارې به د ټرافیکو پر مخ وتړي.

اعتراض کوونکي چې تېرو ۷۰ورځو راهیسې يې د والي دفتر مخې ته پرلت کړی وايي، د ولسمشر او د لومړي مرستیال خبرداري څخه یې چې ۱۵ ورځې و، ۲۴ ساعته تېر شوي؛ خو د تښتول شوي ماشوم برخلیک په اړه یې هېڅ معلومات نشته.

د دغه ماشوم مور ادعا کوي چې د برمته کوونکيو په اړه ټول اطلاعات څرګند دي؛ خو حکومت د دغه ماشوم خوشې کولو لپاره اراده نه لري.

د عبدالرووف پلار محمد نبي بيا وايي، د حکومت کار په پرتله د طالبانو هڅې اغېزناکې دي.

دغه اعتراض کې چې د عبدالرووف مور یې په لومړي سر کې ده، یو شمېر نورو مېرمنو هم ګډون کړی او د دغه ماشوم خوشې کولو لپاره غږ پورته کوي.

په همدې حال کې د بلخ والي فرهاد عظیمي د ولسمشر غني له لوري د يادې مودې په پای ته رسېدو سره وايي، دغه موضوع سیاسي شوې او د ځايي ادارې ترڅنګ د حکومت مرکزي اداره هم هڅه کوي، ترڅو دغه ماشوم د انسان تښتوونکيو له منګولو خوشې کړي.

ارګ او د کورنیو چارو وزارت د ولسمشر محمد اشرف غني د خبرداري مودې پای ته رسېدو په تړاو څه نه وايي.

خو د بلخ امنيې قومندانۍ وايي، کشفي او استخباراتي بنسټونو د انسان تښتوونکيو په تور تر لسو پورې کسان نیولي او د عبدالرووف د برمته کوونکيو پېژندلو لپاره هم هڅې روانې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام