د افغانستان د ټکواندو فدراسیون مشر په کابل کې برمته شوی ځینو سرچینې رسنیو ته ویلي چې د افغانستان د ټکوانډو فدراسیون رییس او عصبي جراح پروفیسور ډاکټر نجیبالله سکندر په کابل ښار کې تښتول شوی دی.
د ولسمشر غني د خبرداري او د صالح د ژمنې پای؛ عبدالرووف تر اوسه نه دی خوشې شوی د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بلخ کې د ۱۵ کلن عبدالرووف له کورنۍ ۱۵ ورځې وخت غوښتی وو، ترڅو دغه برمته شوی ماشوم پيدا او بېرته يې خپلې کورنۍ ته وسپاري. ورپسې ولسمشر محمد اشرف غني هم د بلخ چارواکيو ته خبرداری ورکړ چې که تر لسو ورځو پورې تښتول شوی ماشوم برمته کوونکيو څخه ازاد نه شي، له دندو یې ګوښه کوي.