Asset 1SWN

د افغانستان د ټکواندو فدراسیون مشر په کابل کې برمته شوی

najib-sekandar-e1566305253228-1-piwo8kqvmlgrccl3k4q8boo4aif8k41z92ko66ngk4

ځینو سرچینې رسنیو ته ویلي  چې د افغانستان د ټکواندو فدراسیون رییس او عصبي جراح پروفیسور ډاکټر نجیب‌الله سکندر په کابل ښار کې تښتول شوی دی.

ډاکټرانو او د ښاغلي سکندر د کار ځای همکارانو ویلي چې نوموړی پرون شپه خپل کور ته د تلو پر مهال تښتول شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ویل کېږي دا پېښه پرون د شپې ۱۰:۳۰ بجې هغه مهال رامنځته شوې چې ډاکټر سکندر غوښل له عملیاتو وروسته خپل کور ته ولاړ شي.

د نجیب‌الله سکندر همکارانو ویلي چې د دې پېښې په اړه اسلامي امارت ته جزییات ورکړي، خو د نوموړي په اړه یې تراوسه څه نه دي موندلي. نجیب‌الله سکندر د هېواد له تکړه عصبي جراحانو څخه دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام