انسان تښتوونکو بېګاه په بلخ کې د رواني ستونزو او عصبي ناروغیو متخصص نادر عالمي وژلی دی. د مزارشریف د حوزوي روغتون رییس غوث‌الدین غوري وايي چې نادر عالمي بېګاه وژل شوی دی.

نادر عالمي وږي میاشتې په ۲۹مه د مزارشریف ښار په نواباد کې د هغه کور ته له نږدې سیمې تښتولی شوی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شاهدان هغه مهال ویلي وو، نادر عالمي د هغو اوو کسانو له لوري چې په یوه هایلکس موټر کې سپاره وو، د امنیتي حوزې د آمر درملنې په پلمه له ځان سره بیولی و.

نادر عالمي د عصبي او اروايي ناروغیو د درملنې په برخه کې د هېواد یو وتلی ډاکټر بلل کېده. هغه د هېواد په شمال کې د عصبي‌-‌اروايي ناروغیو د درملنې د لومړني خصوصي روغتون د بنسټ ډبره هم ايښې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام