په بلخ کې د خوړو نړیوال پروګرام له اووم تر دولسم ټولګي پورې ۴۵۷۹۰ ښځينه زده‌کوونکو باندې د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل کړ چې له هرې زده‌کوونکې سره به ۲۵۰۰ افغانۍ مرسته وشي. دغه بهیر د نومبر میاشتې له لومړیو پیل شوی وو او د زده‌کوونکو له سروې او بایومټریک وروسته یې د مرستو د وېش بهیر پیل شوی دی.

په بلخ کې د یوه ښوونځي دوه زده‌کوونکې دیبا او فرشته وايي، خوښې دي چې دا مرسته یې ترلاسه کړه. دوی وویل چې د ښوونځي د حاضرۍ مسوول ورته خبر ورکړ او له بایومټریک وروسته یې نن دغه نغدي مرسته ترلاسه کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د «اېس‌یو‌او» دفتر مسوول محمد سلام‌وطندار ته وايي چې د نظام د بدلون او د خلکو د وزګارتیا له امله، د خوړو نړیوال پرواګرام له اړمنو کورنیو سره د مرستې او د زده‌کوونکو د هڅونې لپاره، دغه بهیر پیل کړی دی.

نوموړی وايي چې دغه بهیر په نورو ولایتونو کې هم روان دی. د هغه په خبره، د یاد بهیر په لړ کې به  د مزارشریف ښار ۶۹۰۰ ښوونکو ته خوراکي توکي هم ووېشل شي.

هغه زیاتوي چې د بلخ ولایت د پوهنې ریاست له ۷۸ ښوونځيو څخه ورته ۴۵۷۹۰ زده‌کوونکې ورپېژندلې وې چې پر دوی د ۲۵۰۰ افغانیو د وېش بهیر پیل شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې ښوونځیو ته د ښځينه زده‌کوونکو د ورتګ ستونزه لا پر خپل ځای ده او په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې له اووم ټولګي پورته ښځينه زده‌کوونکې نه‌شي کولای چې ښوونځیو ته لاړې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام