د سره صلیب نړیوالې کمټې مسوولان وايي چې افغانستان کې د ژمي په نږدې کېدو او ناوړه اقتصادي وضعیت خلک له یوه داسې وضعیت سره مخ کړي چې د ځان تودولو او خوړو ترمنځ باید یو انتخاب کړي.
یادې کمېټې پرون پنجشنبه د لیندۍ ۲۴مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې د ژمي په نږدې کېدو سره د کورنیو اقتصادي وضعیت هم مخ پر خرابېدو دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې همداراز لیکلي چې افغانستان کې پر سینهبغل ناروغۍ او خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی او کورنۍ نه پوهېږي چې ځانونه تاوده وساتي، که د خوړو غم وکړي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مرستندویه بنسټونو او هېوادونو غوښتنه کړې چې روان وضعیت ته د رسېدنې لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دې وړاندې هم افغانستان کې د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
یادې کمېټې څه وخت وړاندې په یوه راپور کې ویلي و چې د ژمي په نږدې کېدو سره دغه هېواد کې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نهلري او له ۲۴ میلیونو څخه ډېر کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.