د سره صليب نړیوالې کمېتې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ا.ا د واکمنۍ راهیسې د لومړنيو اړينو توکو بيې دوه برابره شوي او ډېری افغانان يې د پېر توان نه لري.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د خوراکي توکو بیې په ځانګړې توګه د اوړو بیې ۶۸ سلنه لوړې شوې دي. په ورته مهال د کابل ښار د لومړنیو توکو یو پلورونکی امید صوفي‌زاده هم وايي چې په دې وروستیو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، له دې وړاندې د یوې بوجۍ وریجو بیه ۱۸۰۰ افغانۍ وه په داسې حال کې چې اوس په ۳۲۰۰ افغانۍ پلور کېږي. صوفي‌زاده وايي چې د خلکو له لوري د توکو د پېر کچه خورا راټيټه شوې ده.

بل‌خوا د کډوالو نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، افغانستان کې شاوخوا ۶۹ سلنه کورنۍ د خوراکي توکو د پېر توان نه لري. د کابل ښار یو ټکسي چلوونکی جواد وايي چې هېواد کې روان وضعیت اندېښمن کړی او ناوړه اغېز یې پرې کړی دی.

نوموړي وویل: «پخوا به کور ته د لس زره افغانیو توکي اخیستل بسنه به یې کوله، خو اوس پر دغو پیسو یوازې اوړه او غوړي کېږي. بیې لوړې شوي او کارونه نشته.»

په ورته مهال کابل ښار کې یو کراچۍ چلوونکی ویس هم وايي، د کار نشتون او د لومړنیو اړینو توکو لوړې بیې د خپلې اته کسیزې کورنۍ راتلونکې ته اندېښمن کړی دی.

بل‌خوا د اسلامي امارت سرپرست حکومت د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو اړینو توکو د بیو لوړوالی، له هېواد بهر ستونزې بولي او په وینا یې، هڅه کوي چې دغه ستونزې هوارې کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل: «دا یوه نړیواله ستونزه ده، د نفتو بیې لوړې شوي او د توکو د لېږد بیې یې هم لوړې کړې دي، دغه وضعیت افغانستان باندې هم اغېز کړی او اسلامي امارت هڅه کوي چې د حل یوه لار ورته پیدا کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې بشري وضعیت په یوې نړیوالې اندېښنې بدله شوې او  تراوسه افغانستان سره سلګونه میلیونونه ډالر مرسته شوې، خو د ستونزې د هواري په برخه کې اغېزمن نه دي ثابت شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام