د هلمند اوسېدونکي په دغه ولایت کې د غنمو له لوړې بیې څخه شکایت کوي. دوی وايي چې د هلمند له مرکز لښکرګاه او د یوشمېر ولسوالیو له ځمکو څخه د غنمو حاصلات ترلاسه شوي او باید بیه یې ټیټه وای، خو په وروستیو ورځو کې یې بیه په کمسارې توګه لوړه شوې ده.

د هلمند ولایت اوسېدونکی عبدالخالق سلام‌وطندار ته وايي، څو ورځې وړاندې چې دغه ولایت کې د غنمو حاصلات نه‌وو راټول شوي، د یو من غنمو بیه ۳۳۰ پاکستانۍ کلدارې وه، خو اوس یې بیه ۴۵۰ کلدارو ته لوړه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی همداراز زیاتوي چې د خلکو اقتصادي ستونزو او وزګارتیا ته په پام، په دومره لوړه بیه څوک د غنمو د پېرلو  توان نه‌لري. خو دوی د غنمو د بیې لوړېدو لاملونه په هېواد کې سږنۍ وچکالي او نورو ولایتونو ته د هلمند د غنمو حاصلاتو لېږد په ګوته کوي.

بل‌خوا د راپورونو له مخې، له دې وړاندې به پاکستان ته د هلمند غنم  قاچاقېدل، خو سږکال یې چارواکي د مخنیوي خبره کوي. د هلمند د والي مرستیال حزب‌الله سلام‌وطندار ته وايي چې غنم له لومړنیو خوراکي توکو څخه دي او د هلمند اوسېدونکي ورته اړتیا لري.

نوموړی زیاتوي، پاکستان ته د هلمند د غنمو د قاچاق مخه به نیسي او چا ته اجازه نه ورکوي چې د غنمو د پېر او پلور په برخه کې احتکار وکړي.

د هلمند د والي مرستیال همداراز وايي، یوشمېر هغه سوداګر چي د غنمو د حاصلاتو د راټولولو پرمهال له کروندګرو څخه غنم پېري او د ګټې لپاره یې زېرمه کوي، شرعي محکمې ته به یې وروپېژني.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هلمند کې په داسې مهال د غنمو له لوړې بیې خلک شکایت کوي چې سږکال په دغه ولایت کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي او د هلمندیانو په وینا، ښايي د کوکنارو کرکېله د غنمو د بیې د لوړېدو یو ستر لامل وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام