په دې وروستیو ورځو کې د ډالر پر وړاندې په کمسارې توګه د افغانۍ ارزښت په لوېدو سره هم‌مهاله د هېواد په بازارونو په ځانګړې توګه د تخار په مرکز تالقان ښار کې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي.

د تالقان ښار اوسېدونکي د افغانیو ارزښت لوېدو سره د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي څخه شکایت کوي او وايي چې د کار نه‌شتون او د توکو لوړې بیې، د دوی ژوند له ننګونو سره مخ کړی او نور د لومړنیو توکو د پېر توان نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نظام‌الدین په تالقان ښار کې هټۍ لري، نوموړی سلام‌وطندار ته وايي: «کاروبار صفر شوی. یو ډالر ۱۳۵ افغانۍ شوی، خلک په دې بې‌وزلۍ او غریبۍ کې څه وکړي. یوه بوشکه غوړي ۵۰۰ افغانۍ و، اوس یې بیه ۱۳۰۰ افغانیو ته رسېدلې.»

په هېواد کې د لومړنیو او سوند توکو د بیو لوړېدو د تالقان ښار د اوسېدونکو اندېښنې هم زیاتې کړي او له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې په بازارونو کې د توکو بیې راکمې کړي او پر بیو کنټرول ولري.

ګل‌محمد چې په تالقان ښار کې د رېکشا چلوونکی دی، وايي: «یو من وریجې ۵۰۰ افغانیو ته او یو من اووړه ۳۰۰ افغانیو ته رسېدلي دي. مونږ غریب خلکو یو، په دې رېکشا به څنګه پیسې پیدا کړو.»

په همدې حال کې د تخار د اطلاعات او فرهنګ رییس انصار‌الله انصار د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل عمومي ستونزه یادوي او په دغه ولایت کې د اسلامي امارت د محلي چارواکو له لوري د بازارونو د کنټرول لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو خبر ورکوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو رالوېدو او د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو سره، د افغانستان بانک هڅه کوي، څو د پیسو د بدلون مخه ونیسي چې خلکو ته لا زیانمن نه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام