د تخار امنیتي مسوولان وايي چې یوې ښځې نن د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې له خپلې ورېندارې سره لفظي شخړه کړې او بیا یې په تېشه وژلې ده.

د تخار د امنیې قومانداني ویاند عبدالمبین ساپي سلام‌وطندار ته ویلي چې وژل شوې ښځه بي‌بي کبرا نومېږي او ۳۰ کلنه وه. هغه وايي، یاده ښځه د تالقان ښار اوسېدونکې وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تخار د امنیې قومانداني ویاند زیاتوي چې قاتله شایقه نومېږي او په تېشه یې خپله ورېنداره وژلې ده.

هغه وايي، د تخار د امنیې قومانداني د درېیمې امنیتي حوزې مسوولانو قاتله نیولې ده. ساپی ټینګار کوي چې قضیه یې اړوندو ادارو ته سپارلې او په اړه یې لومړنۍ څېړنې هم پیل شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام