د تخار لپاره د اسلامي امارت د اطلاعات او فرهنګ رییس انصارالله انصار ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونو د دغه ولایت په رستاق ولسوالي کې د نوید په نوم د یوه کوچني ماشوم څخه د سر پرې کولو په تور یو کس نیولی دی.

د تخار د اطلاعات او فرهنګ رییس زیاتوي چې له دغه ماشوم څخه څو ورځې وړاندې سر پرې شوی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال انصار‌الله انصار وویل چې نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د دغه کوچني ماشوم پلار څو کاله وړاندې پرې جنسي تېری کړی و. انصارالله انصار څرګنده کړه چې نیول شوی کس یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلی دی.

د یادونې وړ ده چې له لس کلن نوید څخه څو ورځې وړاندې د رستاق ولسوالي د پوهنې مدیریت ته څېرمه سر پرې شوی و.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام