Asset 1SWN

عبدالکبیر نظاميانو ته: د انسان‌ تښتوونکو پر وړاندې «جدي ګامونه» واخلئ

کبیر

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر نظامیانو ته ویلي، د انسان‌تښتوونکو او هغو ډلو پر وړاندې جدي ګامونه واخلئ چې د خلکو ارامتیا او د ټولنې نظم او امنیت ګډوډوي.

نوموړي دا خبرې پرون د عبدالفهیم په نوم د هغه ماشوم په کور کې کړي چې څو ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ارګ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې په یاده لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیې قومانداني مسوولان هم وو.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د انسان تښتوونکو له منګولو د عبدالفهیم د ژغورلو له کبله د امنیتي ادارو او ځواکونو هڅې ستایلې دي.

دولس کلن عبدالفهیم څوارلس ورځې له انسان تښتوونکو سره وو او څو ورځې وړاندې ترې وژغورل شو.

محمد عبدالکبیر د عبدالفهیم د کورنۍ د امنیت خوندیتوب په اړه ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده: «ټولې امنیتي ادارې شپه او ورځ د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره هڅې کوي.»

د عبدالفهیم د کورنۍ غړيو ویلي چې انسان تښتوونکو د هغه د خوشې کولو په بدل کې ترې ۸۰۰ زره امریکايي ډالر غوښتي دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم ویلي چې د عبدالفهیم د ژغورنې عملیاتو کې دوه انسان تښتوونکي وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، په وروستي یوه کال کې د انسان تښتونې ۵۷ دوسیې څېړل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام