د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ۱۰۰۰ فارغان د حق‌الزحمه ښوونکو په توګه ګومارل کېږي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د چهارشنبې په ورځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال د سږني کال د ۱۰۰۰ فارغانو لپاره د کار موندلو خبر ورکړ.
د دې ادارې رییس غلام‌حيدر شهامت وايي، فارغان په بېلابېلو برخو کې روزل شوي چې په ټول هېواد کې به د دې ادارې په اړوند انسټېټیوټونو کې د ښوونکو په توګه وګومارل شي.

کابل کې شاوخوا ۶۰ نجونې له یوکلنو مسلکي زده‌کړو فارغې شوې

د «راه دانش» مسلکي زده‌کړو او خیاطۍ مرکز مسوولانو نن په دغه مرکز کې هغو ۶۰ نجونو ته چې د تېر یوه کال پر مهال یې د خیاطۍ، څرمن ګنډلو، انځورګرۍ، خطاطۍ او ځینو نورو لاسي صنایعو په برخو کې زده‌کړې کړې وې، د فراغت سندونه ورکړل.

د نشه‌يي توکو پروړاندې مبارزه کې د ژمنو پر عملي کولو د کورنیو چارو وزارت ټینګار

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عمومي منشي سکندر مومني له افغانستان څخه ایران ته د نشه‌يي توکو د قاچاق زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نوموړي ټینګار کړی چې په تېرو لسو میاشتو کې له افغانستان څخه د نشه‌یي توکو په قاچاق کې کموالی راغلی، خو برعکس له افغانستان څخه ایران ته د صنعتي نشه‌يي توکو په قاچاق کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

کندهار کې د ۳۱۷ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کندهار کې یو ښوونځی چې ۳۱۷ زره امریکايي ډالره لګښت پرې راغلی نن د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند په میانکوه سیمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کندهار د اقتصاد رییس عبدالسلام بریالي چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و، وویل چې پر یاد ښوونځي ۳۱۷ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی او په نهو میاشتو کې د ۱۲۰ کسانو له لوري جوړ شوی دی.

عبدالکبیر نظاميانو ته: د انسان‌ تښتوونکو پر وړاندې «جدي ګامونه» واخلئ

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر نظامیانو ته ویلي، د انسان‌تښتوونکو او هغو ډلو پر وړاندې جدي ګامونه واخلئ چې د خلکو ارامتیا او د ټولنې نظم او امنیت ګډوډوي.
نوموړي دا خبرې پرون د عبدالفهیم په نوم د هغه ماشوم په کور کې کړي چې څو ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

غزني کې ټرافیکې پېښې ۳۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې ۳۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.
د نوموړي په وینا، دا پېښه بېګاه شاوخوا اته‌نیمې بجې د غزني د اندړو ولسوالي په ناني سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله شوې ده.