د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د چهارشنبې په ورځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال د سږني کال د ۱۰۰۰ فارغانو لپاره د کار موندلو خبر ورکړ. د دې ادارې رییس غلامحيدر شهامت وايي، فارغان په بېلابېلو برخو کې روزل شوي چې په ټول هېواد کې به د دې ادارې په اړوند انسټېټیوټونو کې د ښوونکو په توګه وګومارل شي.
نوموړي زیاته کړه: «زموږ د کانونو او طبیعي زېرمو د را اېستلو، کرنې، اوسپنې پټلۍ او برښنا برخې د ماهرو کسانو روزلو ته اړتیا لري. د سندونو پر ځای، مهارتونه پهکار دي. موږ ۱۷۰۰ حقالزحمه ښوونکي لرو او یوشمېر ولایتونو کې داسې کسان وو چې لازمه پوهه او وړتیا یې نه لرله. دغه راز، داسې زدهکوونکي لرو چې ښه وړتیا لري؛ نو پرېکړه مو وکړه چې دوی وګومارو.»
شهامت ټینګار کوي چې په روان لمریز کال کې یې د دې څانګې ۲۵۹۰ فارغانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه په څلورو ولایتونو کې له یوشمېر هغو کسانو سره چې په دې برخه کې يې کار کړی، هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
بلهخوا د تخنیکي او مسلکي زدهکړو یوشمېر فارغان چې پر دندو ګومارل کېږي، خوښ دي چې د زدهکړو له پای ته رسولو وروسته ورته د کار اسانتیاوې برابرېږي. شېرالله شېرزی او عبدالله وايي، په عملي او نظري ډول یې داسې مهارتونه ترلاسه کړي او غواړي خپله پوهه او مهارتونه نورو زدهکوونکو ته ولېږدوي.
خو یوشمېر نور فارغان بیا شکایت کوي چې د کار اسانتیاوې ورته برابرې شوې نهدي او په وینا یې، د خپلو زده کړیو مهارتونو د عملي کولو فرصت ورته نهدی برابر شوی.
عصمتالله په دې اړه وايي: «له دولت څخه غواړو چې موږ له وزګارتیا وباسي او فرصتونه راته برابر کړي. که موږ ته کار پیدا کړي، هم کار کوو او هم ډاډ ورکوو چې د خپلو مهارتونو پر مټ کار مخې ته وړلی شوو.»
د تخنيکي او مسلکي زدهکړو رییس وايي، سږ کال له دغه رياست څخه ۳۶۰۰۰ زدهکړیالان فارغ شوي دي. د یادونې ده چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره په یوولسو څانګو او ۷۲ برخو کې کسان روزي.