د پروان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو انسټیټیوټ یو‌شمېر زده‌کوونکې د دغه انسټیټیوټ د تړل‌کېدو له امله اندېښمنې دي.

د یاد انسټیټیوټ یوه زده‌کوونکې کرشمه سلام‌وطندار ته وايي، له زده‌کړو د دوی راګرځولو خواشینې کړي او له اسلامي امارت غواړي چې په ټول هېواد کې نجونو زده‌کوونکو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړې وویل: «ښوونځیو ته له تلو یې راوګرځولو او راته یې وویل چې دغه انسټیټیوټ کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړو، خوشحاله شو، خو خپلو هیلو ته ونه رسېدو او له ښوونځي پاتې شو. غوښتل مې ډاکټره شم، خلکو ته خدمت وکړم. موږ خراب خو کوم غیراسلامي کار نه کوو چې دوی مو ښوونځیو ته نه پرېږدي.»

په ورته وخت کې یوه بله زده‌کوونکې مروه وايي، له کومې ورځې چې له زده‌کړو محرومه شوې، اروايي ستونزې ورته پیدا شوي دي. نوموړې زیاته کړه چې د یاد انسټیټیوټ تړل‌کېدو ته اندېښمنه ده او په وینا یې خپلې راتلونکې ته اندېښنه لري.

حریس سادات چې په یاد انسټیټیوټ کې زده‌کوونکې ده وايي، د نارینه او ښځو ټولګي دي جلا شي خو دوی ته دې د زده‌کړو اجازه ورکړل شي. نوموړې زیاتوي چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو انسټیټیوټ باید پرانېستل شي او دوی ته دې د زده‌کړو اجازه ورکړي.

نوموړې وویل: «کله مې چې خور پوهنتون ته ډېره ځورېږم او خواشینې کېږم، د ناهیلۍ احساس کوم. راتلونکې مې نامعلومه ده. څه به کېږي. علم په ټولو فرض دی او باید وې کړو، موږ له نامعلومې راتلونکې وژغورئ.»

په همدې حال کې د پروان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو انسټیټیوټ امر شیرمحمد حقاني هم تاییدوي چې یاد انسټیټیوټ له هغه مهال تړل شوی له کله چې د ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې له زده‌کړو راګرځول شوي دي.

حقاني زیاتوي چې پروان کې په ټولیزه توګه ۲۰۰۰ زده کړیالان په شپږو پوهنځیو میخانیک، ساختماني انجینري، حرفه، کرنې، وترنرۍ، کمپیتوټر ساینس او اداري او مدیریت برخو کې په زده‌کړو بوخت دي چې له یاد شمېر څخه ۲۳۴ يې نجونې دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د چارو شنونکي په دې باور دي که په مسلکي زده کړو کې پر نجونو لګېدلي محدودیتونه لرې نه‌‌شي، هېواد به په مسلکي برخو کې د کدرونو نشتون سره مخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام