د روزګان مرکز ترينکوټ ښار کې یوشمېر نجونې زدهکوونکې وايي، که هېواد کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځي همداسې تړلي وي، خپلې کورنۍ به اړ کړي، څو هغو هېوادونو ته کډه شي چې دا مهال پهکې د نجونو ښوونځي پرانېستې دي.
د ترینکوټ ښار د ملالۍ لېسې زدهکوونکې نازیه سلاموطندار ته وايي، د څه باندې یو کال په تېرېدو لاهم د نجونو د زدهکړو برخليک نامعلوم دی او نوموړې له خپلو یوشمېر ټولګيوالو سره پرېکړه کړې، څو کورنۍ یې د دوی د نيمګړو زدهکړو بشپړېدو لپاره کلی او کور پرېږدي.
نازیې وویل، که يې ښوونځي خلاص نهشي، خپلې کورنۍ به يا بهرنيو هېوادونو او يا هم هغو ولايتونو ته چې دامهال پهکې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېستي، کډه کولو ته اړې کړي.
نوموړې وویل: «زه ډېره خواشينې يم، ځکه زموږ ښوونځي تړلي، کله چې امارت راغی موږ بیا درس نه دی ويلي. که زموږ ښوونځي خلاص نهکړي، موږ به خپلې کورنۍ اړ کړو چې بل ولايت يا هېواد ته کډه شي، څو زه خپلې نيمګړې زدهکړې هلته بشپړې کړم. يوازې زه نه يم، زما ډېرې نورې ټولګیوالې هم دغه نظر لري.»
روزګان کې نورې نجونې زدهکونکې هم ورته نظر لري او اسلامي امارت څخه غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
یوه بله زدهکوونکې راحيلې سلاموطندار ته وویل: «حکومت باید زموږ ښوونځي ونه تړلي، موږ اړ يو چې له هېواد څخه بهر لاړ شو چې زدهکړې وکړو. موږ به د خپلو زدهکړو لپاره ټول هغه څه وکړو چې په وس کې مو وي. حکومت په خوله يو څه وايي، خو په عمل کې بل څه کوي. بيتعليمي داسي وي لکه ړوند، موږ نهغواړو چې ړانده پاتې شو.»
په ورته وخت کې د روزګان یوشمېر اوسېدونکي هم اسلامي امارت څخه غواړي چې د نجونو منځني او لېسې دورې ښوونځي خلاص کړي.
د روزګان اوسېدونکی قدرتالله ته وويل: «د لوړو ټولګيو زدهکړو ته لاسرسی نهلري. زما هيله دا ده چې اسلامي امارت دغو نجونو ته يوه لاره ولټوي او د زدهکړو زمينه ورته برابره کړي.»
روزګان کې د نجونو زدهکوونکو دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د پوهنې وزارت مخکیني سرپرست نورالله منير ويلي و، اسلامي امارت د فرهنګي ستونزو په دلیل د نجونو منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي تړلي دي او له ښارونو پرته د نورو سیمو کورنۍ خپله نهغواړي چې لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته تېر یوه کال کې د نجونو د ښوونځیو تړلي پاتېکېدو په کور دننه او بهر غبرګونه راپورته کړي دي.