د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقیار احمدزی وایي، بېګاه د دغه ولایت په جاني‌خېلو ولسوالي کې د اورښتونو له امله د یوه کور چت را لوېدلی او د یوې کورنۍ پنځه کسان په‌کې مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا، پېښه د جاني‌خېلو ولسوالي، د بلخېلو په ګړیجن کلي کې شوې ده. احمدزی زیاتوي چې په مړو شویو کسانو کې یو ماشوم، یوه مېرمن او درې نجونې شاملې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په دې وروستیو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې سخت بارانونه وشول او سېلابونه راووتل چې له کبله یې سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله. دغو سېلابونو د خلکو زرګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم یووړې.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام