هرات کې یوه بنسټ ۲۰۰ کارګر ماشومان ښوونځي کې شامل کړي

هرات کې ۲۰۰ کارګر ماشومان چې له زده‌کړو بې‌برخې وو، نن د یوه خیریه بنسټ په همکاري ښوونځي کې شامل شوي دي.
د «عاطفي» په نوم د دغه بنسټ مرستیال عبدالظاهر ارشاد وايي، نن یې ۸۷ نجونو او ۱۱۳ هلکانو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړې دي.

هند په اسیا کپ سیالیو کې پاکستان مات کړ

د اسیا کپ د روانو سیالیو دویمه لوبه نن د هند او پاکستان ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې وشوه. هند او پاکستان په کرېکټ کې تل یو د بل سرسخت سیالان بلل کېږي.
هند د دې لوبې پچه وګټله او پاکستان ته یې د منډو کولو بلنه ورکړه چې پاکستان د خپلو ټولو لوبغاړیو په سوځېدو سره په شلم اوور کې هند ته د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه. دا د اسیا کپ دویمه سیالي وه.

اسلامي امارت: بهرنیان دې کورنیو موضوعاتو کې خپلې غوښتنې پر موږ نه تحمیلوي

څه باندې یو کال تېر شو چې هېواد کې اسلامي امارت واکمن دی او سره له دې چې تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو لا هم خپل کار ته دوام ورکوي.
په دې موده کې افغانان په بېلابېلو برخو کې له سختو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان وو چې له کبله یې سرپرست حکومت له نړیوالو فشارونو سره هم مخ دی.

د افغانستان پر فضا ګرځېدونکې بې‌پېلوټه الوتکې له پاکستانه پورته کېږي

د دفاع وزارت مسوولان وايي، پاکستان د امریکا هغو بې‌پېلوټه الوتکو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی چې وخت ناوخت د افغانستان پر فضا څار کوي.

د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، هغه بې‌پېلوټه الوتکې چې د افغانستان پر فضا ګرځي، پاکستان څخه راپورته کېږي.

کونړ کې چاودنې د ا.ا یو غړی وژلی او شپږ کسان یې ټپیان کړي

د کونړ امنيه قوماندان عبدالحق حقاني وايي، نن سهار د دغه ولایت په مرکز اسداباد کې پر يوې رېنجرې چاودنه شوې چې له امله یې د اسلامي امارت يو غړی وژل شوی دی.
د هغه په خبره، چاودنه کې د درېوو ولسي وګړو په ګډون، شپږ نور کسان ژوبل شوي هم دي.

پکتیا کې د کور چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقیار احمدزی وایي، بېګاه د دغه ولایت په جاني‌خېلو ولسوالي کې د اورښتونو له امله د یوه کور چت را لوېدلی او د یوې کورنۍ پنځه کسان په‌کې مړه شوي دي.
د نوموړي په وینا، پېښه د جاني‌خېلو ولسوالي، د بلخېلو په ګړیجن کلي کې شوې ده.

کندهار کې د لوړ عمر‌ نجونې زده‌کوونکې له ښوونځيو ایستل شوي

د کندهار یوشمېر سیمو کې هغه نجونې زده‌کوونکې چې عمرونه یې لوړ دي او پنځم-شپږم ټولګیو کې زده‌کړې کوي، له ښوونځیو ایستل شوي دي. دغه نجونې وايي، د ښوونځيو د مديرانو له‌خوا ورته ويل شوي چې ښوونځيو ته دي نه ور‌ځي. دغه نجونې زده‌کوونکې د اسلامي امارت چارواکو څخه غوښتنه کوي چې ورته د زده‌کړو اجازه ورکړي.