د کونړ امنيه قوماندان عبدالحق حقاني وايي، نن سهار د دغه ولایت په مرکز اسداباد کې پر يوې رېنجرې چاودنه شوې چې له امله یې د اسلامي امارت يو غړی وژل شوی دی.
د هغه په خبره، چاودنه کې د درېوو ولسي وګړو په ګډون، شپږ نور کسان ژوبل شوي هم دي. حقاني وايي، د یادې چاودنې په تړاو یې سیمه کې شپږ شکمن کسان نیولي دي.
تراوسه کوم چا یا وسلهوالې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.