د بغلان په درېوو ولسوالیو او د پلخمري ښار په څنډو کې د جګړې دوام د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. د بغلان د نهرین ولسوال محمد عزیزي سلام‌وطندار ته ويلي، بېګاه تر سهاره پر دې ولسوالي د طالبانو بریدونو دوام درلود چې له کبله یې د څو بهرنیو جنګیالیو په ګډون، نږدې ۴۰ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د هېواد په شمال کې د کومانډو ځواکونو د لوا قوماندان صفي‌الله محمدي وايي، افغان ځواکونو بېګاه د دهنه‌غوري ولسوالي له کلابندۍ خلاصه کړې ده. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ۲۰ طالب جنګیالي وژل شوي او لسګونه امنیتي سرتېري د طالبانو له کلابندۍ ژغورل شوي دي. محمدي زیاتوي، افغان ځواکونه هغه درې پوستې هم بېرته نیولي چې د طالبانو لاس ته ورغلې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په بغلان کې د پوځ د لوا قوماندان فرید سیدخیلي وايي، جنګي الوتکو بېګاه د مرکزي بغلان ولسوالي په یوشمېر سیمو کې د طالبانو پټنځایونه په نښه کړي او د یادې ولسوالي لپاره د دې ډلې د نظامي مسوول په ګډون، لسګونو طالب جنګیالیو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

خو د طالبانو ویاند په بغلان کې دې ډلې ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې ادعا نه مني او وايي، افغان ځواکونو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې او څو امنیتي پوستې هم د دوی په ولکه کې دي.



په همدې حال کې د بغلان اوسېدونکي په دغه ولایت کې روانې جګړې اندېښمن کړي دي. د بغلان یو اوسېدونکی صمیم وايي، روانې جګړې اندېښمن کړی او ښکېل لوري دې یې پر مهال د ملکي وګړو ژوند، مېنو او مال ته پام وکړي.

بله‌خوا محلي سرچینې وايي، په یادو نښتو کې نږدې ۱۰ ملکيانو او امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او په وینا یې، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې د ملکي وګړو لسګونه کورونه او هټۍ هم ویجاړې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام