په بغلان او سمنګان ولایتونو کې سېلابونو له درې ورځو راهیسې ۱۵ کسان مړه او ۵ نور ټپیان کړي دي. دغو سېلابونو د دغو ولایتونو اوسېدونکو ته سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.

د سمنګان د کوز دره‌ صوف ولسوال عبدالیقین احمدي وايي، سېلابونو بېګاه په دې ولسوالي کې زر څاروي مړه کړي دي. د نوموړي په وینا، زر جریبه ځمکه، لسګونه د اوبو زېرمه کولو کوچني بندونه او سړکونه ویجاړ کړي او له بلخ ولایت سره د دې ولسوالي لویه لاره هم تړل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سمنګان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې آمریت اجرایوي مدیر عبدالمنان وايي، په سېلابونو کې تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون، ۱۴ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي. د نوموړي په خبره، د لویو لارو تړل کېدو له کبله نه شي کولای خلکو ته مرستې ورسوي.



په همدې حال کې د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مجیب‌الرحمان بهین وايي، د دغه ولایت په لس ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له کبله نه یوازې یو کس مړ شوی او یو بل ټپي دی، بلکې ډېرې کرنیزې ځمکې او لویې لارې هم ویجاړې شوې دي.

هغه وايي، د یادو ولسوالیو له ډلې په درېوو هغو کې چې سېلابونو ډېرې زیانمنې کړي، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي او د جګړو له کبله نه شي کولای یادو ولسوالیو ته مرستې ولېږي.

د بغلان اوسېدونکي وايي، سره له دې چې څو ځله یې د دغه ولایت له محلي ادارې د یادو ولسوالیو د لویو لارو پرانېستلو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې، خو په وینا یې، تر اوسه یې په اړه هېڅ ګام نه دی اوچت شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام