د غور ـ هرات لویې‌لارې یو شمېر مسافران او د دغه ولایت د ولسوالیو اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د درنې واورې ورېدو او توپانونو له کبله د غور ـ هرات او غور ـ کابل لویې‌لارې په ګډون د دغه ولایت مرکز سره د ټولو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوي دي.

د دوی په وینا، که دولت د دغو لارو پرانیستو ته پام ونه‌کړي، ډېرو ستونزو سره به مخ شي او نه‌شي کولی خپلو سیمو ته لاړ شي او یا هم ناروغان روغتیايي مرکزونو ته ولېږدوي.

په ورته وخت کې د غور د ټولګټو چارو رییس عبدالمجید صمیم وايي، د نن ورځې واورې ورېدو د لویو لارو په ګډون د دغه ولایت د ټولو نهو ولسوالیو لارې د مسافرانو د تګ راتګ پر مخ تړلي دي.

نوموړی له خلکو غواړي چې د هوا وضعیت تر ښه کېدو او د لویو لارو پرانیستو پورې، هېڅ ځای ته سفر ونه‌کړي.

غور د هېواد لوېدیځ کې یو له غرنیو ولایتونو دی چې ژمي کې تل د واورې او باران ورېدو له کبله یې مواصلاتي لارې د تګ راتګ پرمخ تړل کېږي چې دغه ستونزه لامل کېږي، ځينې وخت لارو کې مسافران ان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام