Asset 1SWN

غور کې موټربم چاودنه؛ ۱۲ ملکيان وژل شوي او ۱۰۰نور ټپيان دي

Ghooooor-3-ox363lv6qmgg3h80afajfpmriarpa34u4p36bcmm50

د کورنيو چارو وزارت وايي چې غور ولايت کې موټربم چاودنې ۱۲ کسان وژلي او ۱۰۰ نور يې ټپيان کړي.

د ياد وزارت وياند طارق ارین وايي، دغه چاودنه نن مخکې له غرمې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د غور ولايت د ښځو چارو رياست او شهيدانو او معلولانو چارو رياست مخکې، د امنيې قومندانۍ قراول سره نږدې شوې ده.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ۱۲ ملکيان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپيان دي.

د غور ولايت د عامې روغتیا سرپرست عبدالطیف رحیمي سلام‌طندار ته وايي، تر اوسه پورې د چاودنې له سيمې ۱۳ جسدونه او ۱۰۵ ټپيان ور وړل شوي. د رحيمي په وينا، په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د غور د عامې روغتیا سرپرست زياتوي، ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېرو کې بدلون راشي.

تر اوسه پورې د بريد مسووليت کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام