Asset 1SWN

پر کابل پوهنتون د بريد په تړاو د درېیمې امنیتي حوزې ۱۳ مسوولان څارنوالۍ ته معرفي شول

University-8-oxx36ksi32gubmexp4a6szefctvkpp2t6zaj30ld3o

 

د کابل امنيې قومندانۍ وايي، د کابل پوهنتون برید په تړاو يې د کابل ښار د درېیمې حوزې۱۳ امنیتي مسوولان چې د ياد پوهنتون امنيت ورپه غاړه و، څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

له کابل امنيې قومندانۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د درېيمې امنيتي حوزې د پوليسو مسوولان يې د کابل پوهنتون امنیت ساتلو کې د غفلت له کبله له دندو لرې کړي او څارنوالۍ ته يې معرفي کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم ویلي چې د کابل د درېیمې حوزې امر، جنايي مدیر او د کابل پوهنتون د ټولي قومندان په ګډون ۱۳ پولیسان د کابل پوهنتون امنیت ساتلو کې د غفلت له کبله له دندو لرې او څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ سهار شاوخوا ۱۱ بجې پر کابل پوهنتون وسله‌وال بريد وشو او ترهګرو پر محصلانو ډزې پيل کړې. د شمېرو له مخې، په دې بريد کې ۲۲ کسان ووژل شول او شاوخوا ۴۰ ټپيان شول؛ خو عيني شاهدان وايي، د مرګ‌ژوبلې شمېرې لوړې دي.

د ياد بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه واخيست.

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، دا بريد طالبانو کړی دی؛ خو طالبانو بيا دا ادعا رد کړې ده.

 

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام