Asset 1SWN

د حقاني شبکې له تکتيکه کار اخيستل؛ صالح: د داعش اعلامیه جعلي ده

123241551_2709036249311916_5017964062299826570_n-oxuxv71ci88h8k3pv0v2nwvq2i1daj8dt9eiwgszns

 

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون پرونی بريد د حقاني شبکې کار دی او د اعش اعلاميه جعلي ده.

نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه ليکلي، د کابل پر پوهنتون د برید نښې ښيي چې دا برید طالبانو کړی دی او زياته کړې يې ده چې برید کې له هغو تکتیکونو کار اخیستل شوی چې د حقاني شبکه یې کاروي.

نوموړي ویلي چې د تېرې ورځې د بریدګرو کړنې د طالبانو د نوي فاتح ځواک په نوم ډلې سره سل سلنه شباهت لري او طالبانو د تل په څېر پر دېوال ليکلي چې « امارت زنده باد!».

امرالله صالح وايي، د دې لپاره چې ثابته کړي دا برید طالبانو کړی لسګونه سخت او نرم ثبوتونه په واک کې لري.

په ټولګي کې د ترهګرو لیکل شوی ليک

د ولسمشر د لومړي مرستیال په خبره، د تېرې ورځې جنایت داعش ته منصوبول یوازې یوه اعلامیه ده چې هېڅ ډول نه‌شي کولای په دې تیاره او بدې ګناه کې د طالب لاس او وجدان پاک کړي.

صالح وايي چې د ترور سخت او نرم بنسټ د طالب په لاس کې دی او داعش له طالب پرته د عملیاتو توان نه لري.

خو طالبانو په دې بريد کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

پر کابل پوهنتون د برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستی دی.

تېره ورځ سهار شاوخوا ۱۱ بجې پر کابل پوهنتون وسله‌وال بريد وشو او ترهګرو پر محصلانو ډزې پيل کړې. د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په دې بريد کې ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۲ نور ټپيان شول؛ خو عيني شاهدان وايي، د مرګ‌ژوبلې شمېرې لوړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام