Asset 1SWN

طالبانو په بغلان کې یو قوماندان له دوو سرتېرو سره وژلی

F476DDFE-DC91-4A8F-A1CC-EEAFE8FAEB26_w1200_r1-1-oyomzi4lkltihl0n09phugwnsquama5qhyf2qqjkpg

سلام‌وطندار ته یوې سرچینې ویلي چې طالبانو بېګاه د پلخمري ښار دروازې ته نږدې پر یوه پوسته برید کړی چې له کبله یې دوه سرتېري وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې طالبانو یاده پوسته سوځولې او نظامي تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.

د بغلان امنیه قوماندان ویس صمیمي د دغې پېښې د تایید ترڅنګ وايي چې پنځه طالبان هم په یاد برید کې وژل شوي دي.

هغه د طالبانو له لوري د پوستې د نظامي تجهیزاتو لوټل نه مني او وايي، یاده پوسته اوس د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده.

بغلان د هېواد په شمال‌ختیځ کې یو ناامنه ولایت دی چې طالب وسله‌وال یې په ځینو ولسوالیو کې پراخ حضور او فعالیت لري.

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام