په داسې حال کې چې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی او وسله‌وال طالبان هره ورځ د ولسوالیو د نیولو ادعا کوي، د چارو شنونکي وايي چې د طالبانو د مخکې تګ او بریا ستر لامل د دولت او سیاسي مشرانو ترمنځ د یووالي نه‌ موجودیت دی.

د چارو شنونکی فضل رحمان اوریا وايي، په تېرو شلو کلونو کې د دولت او سیاستوالو ترمنځ یووالی نه‌ ‌و او تر دې وروسته دا چاره هم ناشونې ده. نوموړی وايي، هر یو یې غواړي خپلواکي ولري، ځان ته ملېشې جوړې کړي او د خپلو شخصي غوښتنو لپاره هڅې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په خبره، د داسې کړنو پایلې همدا اوس هم روښانه دي چې طالبان ورځ تر بلې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې کنټرول ترلاسه کوي.

د چارو یو بل شنونکی نورشاه نوراني سره له دې چې وايي، ولسمشر او نورو چارواکو هڅې کړي چې د حکومت او سیاستوالو ترمنځ اجماع جوړه کړي چې په وینا یې، تر یوه بریده دغه کار شوی دی.



د نوموړي په وینا، اوس هم ډېر سیاستوال شته چې له دولت سره په لویو ملي مسایلو کې اجماع نه ‌لري او دا کولای شي حکومت کمزوری او طالبانو ته لاره هواره کړي چې لا زیاتې سیمې ونیسي. د نوراني په خبره، دا د حکومت کمزورتیا ده چې نه‌شي کولای ټول سیاستوال د طالبانو پر وړاندې مبارزه کې تر یوه چتر لاندې راټول کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا داسې راپورونه هم خپاره شوي چې طالبانو د تېرې ورځې تر ماښامه د شاوخوا یوې میاشتې په اوږدو کې پر ۱۴۷ ولسوالیو کنټرول ترلاسه کړی دی.

مونږ هڅه وکړه چې په دې اړه د ولسمشر د ویندویانو نظر هم ترلاسه کړو، مګر له پرله‌پسې اړیکو سره سره بریالي نه ‌شوو.

حکومتي چارواکو بیا تر دې وړاندی په وار وار ویلی چې د طالبانو پر وړاندی د حکومت او سیاستوالو ترمنځ اجماع شته او بېلګې یې هم په شمالي ولایتونو کې د ځینو سیاستوالو له خوا د طالبانو پر ضد درېدل یادوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام