په بغلان کې باوري امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار شاوخوا دوه بجې د پلخمري ښار په باغ شمال سیمه کې د ملي اردو پر یوې مرکز موټربم برید شوی دی.

د سرچینو په وینا، تر اوسه په دې پېښه کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او لس نور ټپیان دي. سرچینې وايي، په یاد مرکز کې د امنیتي ځواکونو سوق او اداره هم کېده چې ډېرڅې برخې یې ویجاړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوشمېر سرتېري چې ټپیان دي وايي، په چاودنه کې ګڼ‌شمېر امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ډېری یې تر خاورو لاندې دي. د دوی په وینا، یاد مرکز د بغلان د امنیې قومانداني په څو کیلومترۍ کې ده، خو د ټپیانو او قربانیانو د ژغورلو لپاره هېڅوک نه دي ورغلي.


د مرکزي بغلان ولسوالي پر امنیه قومندانۍ د وسله‌والو طالبانو موټر بم برید

بغلان کې ۸ امنیتي ځواکونه او ۳ ملکیان د طالبانو له بنده را تښتېدلي

بغلان کې د جګړې دوام او په اړه یې د خلکو اندېښنې


د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو قوماندان عباس توکلي هم چاودنه مني او وايي، یاد موټربم برید موخې ته تر رسېدو مخکې د ملي اردو ځواکونو له لوري په نښه شوی دی. د هغه په خبره، طالبانو له دې پېښې وروسته پر یاد مرکز او شاوخوا پوستو بریدونه کړي چې بېرته پر شا تمبول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي، په دغه برید کې د ملي اردو یوشمېر سرتېري ټپیان شوي او د یاد مرکز دېوالونه هم نړېدلي دي، خو له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه وايي.

طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې ګڼ‌شمېر امنیتي ځواکونو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې او لسګونه موټر یې له منځه وړل شوي دي.

د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو قوماندان وايي، طالبانو د بغلان‌-‌سمنګان پر لویې لارې ماینونه ايښي او په څو برخو کې یې د کمین په جوړولو سره یاده لاره بنده کړې ده. د قول‌اردو دغه قوماندان وايي چې پر ماینونو د یادې لویې لارې د ډکولو له کبله د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات ورو روان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام