په بغلان کې یوه باوري سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې وسله‌والو طالبانو پرون د بغلان ولایت اړوند د مرکزي بغلان ولسوالي پر امنیه قومندانۍ له موټر بم برید وروسته پر یادې قومندانۍ ډله‌ییز یرغل کړی چې د نښتو په ترڅ کې ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۴نور ټپیان دي. د سرچینې په وینا، په دې نښته کې ګڼ‌شمېر هټیوالو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

 سرچینه وايي چې د پرون ورځې موټربم برید په ترڅ کې څلور امنیتي سرتیري وژل شوي او د دغې ولسوالۍ د پولیسو قومندان په ګډون ۱۴نور سرتیري ټپیان دي چې همداراز یو تن ملکي وګړی وژل شوی او له  ۳۰ زیات ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌‌پاڼه وڅارئ

خو د بغلان ولایت د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت وايي چې په دغه نښته کې درې امنیتي ځواکونه وژل شوي او د اتو امنیتي ځواکونو په ګډون له ۲۰ زیات ملکي کسان ټپیان دي او یوه ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ورته مهال په مرکزي بغلان ولسوالي کې د هټیوالو استازی خیر محمد وايي چې په دغه برید کې نیږدې سل هټۍ او لسګونه کورونه وېجاړ شوي چې له امله یې دوی ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

بل‌خوا د پوځ د درېیمې لوا قومندان فرید‌ سید خیلي وايي، د طالبانو موټر بم برید وروسته یادې ډلې د دغې ولسوالي پر مرکز بریدونه پیل کړي چې په پایله کې یې د دې ډلې برید په شاه تمبولی او له ۱۰ زیاتو وسله والو مخالفینو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په ورته مهال یوشمېر سیمه‌ییزو سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې له نن سهار څخه تر دې دمه د طالبانو له لوري پر ښار لسګونه توغندي ویشتل شوي چې په ترڅ کې یې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۰نور ټپیان دي.



بل‌ لور ته وسله‌والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه برید پړه پرغاړه اخیستې او ادعا یې کړې چې په دې برید کې یې له ۴۰زیاتو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې، خو حکومتي چارواکو د طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې ډېر زیان ملکي کسانو ته اوښتی دی.

د دغې ولسوالي اوسېدونکي د مرکزي بغلان ولسوالي امنیه قومنداني ودانۍ پورې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ورسېدل د پوښتنې وړ بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام