د بدخشان سرپرست والي په یوه موټربم برید کې وژل شوی

په بدخشان کې ځايي سرچینې د دغه ولایت د مرکز فیض‌اباد ښار «د محکمې څلورلارې» سره د یوې درنې چاودنې خبر ورکوي. دا چاودنه نن (د غبرګولي شپاړلسمه، د سه‌شنبې ورځ) سهار شاوخوا ۸:۱۵ دقیقې شوې ده.
د سرچینو په وینا، دا چاودنه د بدخشان ولایت د سرپرست والي نثاراحمد احمدي پر موټر شوې او موټر یې په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

سرچینه: د ګلبدین حکمتیار پر دفتر د موټربم برید مخه نیول شوې

د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب‌ اسلامي یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته تایید کړه چې څو شېبې مخکې یې پر دفتر د موټربم برید پلان شنډ کړی دی.
د سرچینې په وینا، دوو بریدګرو چې غوښتل یې د حزب‌ اسلامي دفتر ته ننوځي، خو د ګلبدین حکمتیار د ساتونکو له لوري په نښه او وژل شوي دي.