Asset 1SWN

سلام وطندار

سرچینه: د ګلبدین حکمتیار پر دفتر د موټربم برید مخه نیول شوې

unnamed

د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب‌ اسلامي یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته تایید کړه چې څو شېبې مخکې یې پر دفتر د موټربم برید پلان شنډ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرچینې په وینا، دوو بریدګرو چې غوښتل یې د حزب‌ اسلامي دفتر ته ننوځي، خو د ګلبدین حکمتیار د ساتونکو له لوري په نښه او وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې بریدګرو پلان درلود، د حکمتیار پر دفتر موټربم برید هم وکړي، خو موټر هم موخې ته له رسېدو مخکې په دروازه کې چاودلی دی.

ګلبدین حکمتیار ته دغې نږدې سرچینې د حزب‌ اسلامي ګوند سلام‌وطندار ته هغه خبرپاڼه هم را لېږلې چې په‌کې لیکل شوي چې وسله‌والو یې پر دفتر د برید پلان درلود، خو موخې ته له رسېدو مخکې یې پلان ورشنډ کړی دی.
دا خبرپاڼه زیاتوي چې د حکمتیار په ګډون، د دغه ګوند غړیو ته زیان نه‌دی رسېدلی او یوازې د ګلبدین حکمتیار دوه ساتونکي پکې ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

که څه هم د حزب‌ اسلامي ځینو غړیو ویلي چې خپره شوې خبرپاڼه د دوی نه‌ده، خو یاده سرچینه یې پخلی کوي.

د کابل امنیتي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام