Asset 1SWN

کابل کې بېګاني عملیات؛ د ا.ا ویاند: پنځه وسله‌وال وژل شوي

E7FmTilXEAkK9rd-880x495

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې ځواکونو یې بېګاه د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په پنج‌صدفامیلیو کې د وسله‌والو یو پټن‌ځای په نښه کړی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، یاد کسان د کابل ښار په چاودنو کې ښکېل وو او غوښتل یې ځینې نورې موخې هم نښه وګرځوي، خو مخکې له مخکې له منځه یووړل شول.

هغه که څه هم د کومې وسله‌والې ډلې نوم نه‌دی اخیستی، خو وژل شویو کسانو ته یې د «خوارجو» کلمه کارولې او دا ډېر کله داعش وسله‌والې ډلې ته کاروي.

د یادونې ده چې کابل ښاریانو بېګاه په یاده سیمه کې د چاودنو او د پرله‌پسې سپکو او درنو وسلو د ډزو خبر ورکړی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو تل هېواد کې د دوی د مخالفو وسله‌والو ډلو فزیکي حضور رد کړی او ټینګار یې کړی چې ټول هېواد کې بشپړ واکمن دي او هېڅوک یې پر وړاندې د جګړې وړتیا نه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام