Asset 1SWN

کابل کې د پخوانیو رسټورانټونو مالکان: د خپل کار راتلونکې ته هیله‌مند یوو

Chainaki-Kabul-q1suslfif6g4i020bbfkiqp66ve6r9j930hg2bbrm0

هېواد کې د لوږې کچې لوړېدو او د کسب‌‌ګرو وضعیت خرابېدو سره هم‌مهاله، کابل ښار کې د زړو او پخوانیو رسټورانټونو خاوندان وايي، د خپل کار راتلونکې په هیله هڅه کوي چې خپل پېرېدونکي وساتي.

فواد د کابل ښار میوند واټ کې د باباولي رسټورانټ خاوند دی. نوموړی وايي، پلار یې ۶۴ کاله وړاندې دغه رسټورانټ کندهار کې جوړ کړ او وروسته یې کابل ته ولېږداوه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه رسټورانټ کې چاینکي، د قابلي پلو بېلابېل ډولونه او نور دودیز خواړه چمتو او پېرېدونکو ته وړاندې کېږي. فواد وايي، سره له دې چې پېرېدونکي یې کم شوي، خو هڅه کوي چې رسټورانټ یې همداسې په پښو ولاړ وي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «تراوسه داسې پرېکړې نه لرو چې رسټورانټ بند کړو. بل هېڅ‌کله نه تسلیمېږو، خدای مهربانه دی دا ورځې به هم تېرې شي. دا ورځ په ټولو راغلې او خپل زحمت باسو، روزي خدای ورکوي. له پلار پلار دا کار راپاتې دی، اړ یو چې د خپل پلار څخه راپاتې کار مخې ته یوسوو.»

مسعود بیا د کابل شهرنو کې د سخي رسټورانټ خاوند دی او تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د مختلفو دودیزو خوړو په چمتو کولو سره هېوادوالو څخه کوربه‌توب کوي. سره له دې چې د هغه پېرېدونکي هم کم شوي، خو په وینا یې، اوس هم د ورځې تر زرو پورې کسان ورته مراجعه کوي.

نوموړي وویل: «زموږ خواړه وطني دي، لکه ماهي‌چه، چاینکي، پاچه قورمه، قابلي، مُلنګ، لاندي پلو او داسې نور خواړه. ژمي کې مو کارونه نیم شوي خو بیا هم خدای مهربانه دی او کارونه به ښه شي.»

شهریار چې د کابل خیرخانه کې د یوه رستورانت خاوند دی، د خپل کاروبار ټکني کېدو څخه شکایت کوي او وايي، زیاتره ورځې چې کوم خواړه چمتو کوي، ټول نه پلورل کیږي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «اړ یو چې دوام ورکړو دا چې انسانان یو او باید کار وکړو. د همدې لپاره کله چې ژوند کوو، نو باید کار ته هم دوام ورکړو، الله لوی دی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کلونو کې کابل کې د سلګونه پرمختللو رستورانتونو جوړېدو ترڅنګ، پخوانيو او زاړه رسټورانتونه لاهم د بېلابېل ډوله خوړو په چمتو کولو سره، ډېر پېرېدونکي لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام