کابل کې یوشمېر موټر پلورونکي سلاموطندار ته وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې کاروبار د پام وړ رالوېدلی دی. دوی زیاتوي چې د تېرو دوو میاشتو په پرتله یې د موټرو پېر او پلور ۷۰ سلنه کم شوی دی.
د موټرو یوه پلورونکي بعدالفتاح سلاموطندار ته وویل: «پېر او پلور نشته، کله ناکله یو اخلو او بیا یې په میاشتو بېرته نشو خرڅولی. له ۶۰ تر ۷۰ سلنې کاروبار خراب شوی. پیسې نشته او کاروبار نشته. خلک له هوسه موټر اخلي او پیسې چې وي، موټر اخلي.»
کابل ښار کې یو بل موټر پلورونکی فهیم د موټرو د پېر او پلور بازار کمرنګه کېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، دې وروستیو کې یې زیاتره مراجعه کوونکي هغه کسان دي چې د خپلو موټرو پلورلو لپاره ورځي.
نوموړي وویل: «د کاروبار وضعیت ښه نه دی. خلک پیسې نهلري. خلک خپل روزګار ته حیران پاتي. څوک موټر نه اخلي. تر هغو چې څوک اړ نهشي نه موټر اخلي او نه یې خرڅوي. پیسې یې قرض دي او همداسې دا کار نشي پرېښودی.»
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، د هېوادوالو د عاید کچې ټيټېدل او بازار ته د یو کلۍ موټرو راتلل لامل شوي چې د موټرو پېرلو لپاره تقاضا کمه شي.
نوموړي وویل: «د بهرنیانو له وتلو وروسته د موټرو ګڼهګوڼه زیاته شوه، یو زیات شمېر موټر چې مالکان یې تللي او موټرونه یې پاتې شول، له بلخوا یوشمېر هغه ناقانوني او یا هم یو کلي موټر چې د جمهویت پر مهال یې اسناد نه ورکول، اسلامي امارت پرېکړه کړې چې دغه موټرونه محصول شي. په داسې حال کې چې محصول روان دی، له همدې امله موټر ډېر شوي هم دي او ارزانه شوی هم دي. له همدې امله دا رښتیا ده چې د دوی کار او بار یو څه سست شوی دی.»
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې تېر یوه کال کې هېواد کې د وزګارتیا او بېوزلۍ کچې په لوړېدو سره د موټرو ترڅنګ د ژوند د نورو لومړنیو اړتیا وړ توکو، د پېر او پلور بازار کمرنګه شي.