پرون د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی او له یو‌شمېر افغان چارواکو سره یې کتلي دي. قمي ځینو رسنیو ته ویلي، هیله لري په افغانستان کې داسې یو ګډ حکومت جوړ شي چې د ټولو په خوښه وي.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان ته د دې لپاره راغلی چې د افغانستان، ایران او سیمې هېوادونو ترمنځ د همکارۍ رامنځ ته کېدو څرنګوالي په اړه افغان چارواکو سره وغږېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه همداراز ویلي چې له افغان چارواکو سره به د امنیت، اقتصادي همکاریو او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړي.

په همدې حال کې د چارو یوشمېر کتوونکي افغانستان ته د ګاونډیو هېوادونو د استازیو سفرونو په اړه بېلابېل نظرونه لري. د چارو شنونکی حمیدالله هوتک وایي، افغانستان ته د ایران استازي سفر ګټور نه دی او دوی یوازې د خپلو موخو لاسته راوړلو لپاره سفرونه کوي. دی وایي چې ایرانیانو په تېرو ۴۰ کلونو کې افغان ګډوال شکنجه کړي، وژلي او یا یې د افغانانو ترمنخ ژبني او مذهبي جنګ ته لمن وهلې.

په همدې حال کې د چارو یو بل کتوونکی نورشا نوراني وایي، دا سمه ده چې هر ګاونډی هېواد خپلې موخې او خپلو ګټو لپاره کار کوي، خو افغان چارواکي باید په داسې مسایلو کې خپلې ګتې په پام کې ونیسي.

د هغه په وینا، له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې او تګ راتګ د افغانستان په اقتصادي ثبات او امنیت مستقیم اغېز لري او دا چې له ګاونډیو هېوادونو سره راکړه ورکړه لرو، نو دا ډول تګ راتګ مشترکاتو ته په کتو، ښایي ګټور وي او ښایي اړیکې نورې هم سره نیږدې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سره له دې چې په افغانستان کې د اسلامی امارت د واکمنېدو څه باندې درې میاشتې تېرېږي، خو لاهم دا نظام هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پیژندلی، په داسې حال کې چې د نړۍ د ګڼ‌شمیر هېوادونو استازیو افغانستان ته سفرونه کړي او له افغان چارواکو سره یې د راکړې ورکړې او ښو اړیکو په برخه کې ژمنې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام