Asset 1SWN

کابل کې زرګران: کاروبار مو ۸۵سلنه کم شوی

tala

کابل کې یوشمېر زرګران د زرګرۍ بازار له سوړوالي شکایت کوي او وايي چې د پلور کچه یې تر ۸۰سلنې کمه شوې ده.

کابل کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمدنبي سلام‌وطندار ته وايي چې د بې‌وزلۍ، وزګارتیا او لوږې له امله یې بازار کمرنګه شوی دی. د نوموړي په وینا، خلک د سرو زرو د پېر پرځای خپل سره زر دوی ته د پلور لپاره راوړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «هره ورځ لسګونه کسان د خپلو سرو زرو د پلور لپاره زموږ دوکان ته راځي چې د اوونۍ سلګونه کسان کېږي. په اټکلیز ډول د خلکو له لوري د تېرو کلونو په پرتله د سرو زرو پلور تر ۸۵سلنې لوړ شوی دی.»

محمدنبي زیاتوي چې د افغانستان بازارونو کې د سرو زرو بیې لوړېدل هم لامل شوي چې خلک د پخوا په پرتله هغومره سره زر وا نه‌خلي.

په ورته مهال جلال‌الدین د کابل ښار له زرګرانو څخه دی. نوموړي د زرګرانو وضعیت څخه اندېښنه وښوده او وې ویل، دې وروستیو ورځو کې یې ۸۰سلنه مراجعه کوونکي هغه کسان دي چې د سرو زرو پلورلو لپاره ورځي.

هغه وویل: «د پخوا په پرتله د سرو زرو د پلور او پېر بازار سوړ شوی. پخوا ښه و، اوس ډېر خراب شوی دی. شاوخوا ۸۰سلنه بازار خراب دی، کوم وخت که د چا واده وي د سرو زرو پلور ته راځي. دا وضعیت ښايي نور هم خراب شي. دولت باید موږ ته د کارو بار زمینه برابره کړي، ځکه وضعیت ډېر خراب دی.»

په ورته وخت کې یوشمېر هغه کسان چې د سرو زرو پلورلو لپاره زرګرانو ته مراجعه کوي وايي، د بې‌وزلۍ له امله خپل سره زره پلوري.

خدیجه یوه له دغو مېرمنو څخه ده. نوموړې وايي چې خاوند یې وزګاره دی او هغه د خوراکي او سوند توکو برابرولو لپاره اړ شوې چې خپل سره زر وپلوري.

نوموړې وویل: «لږ سره زر مې لرل، خرڅ مې کړل. له مجبورۍ مې خرڅ کړل، ځکه اولادونه مې وږي و او د ډبرو سکاره مو نه درلودل. سوړ ژمی دی او پلار یې وزګاره دی. اولادونه مې ټول وږي دي، اړ شوم چې سره زر مې خرڅ کړم او پرې وریجې، غوړي، اوړه او نور توکي واخلم.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې تېر یوه کال کې په ځانګړې توګه دې وروستیو کې د هوا په ډېرې سړېدو او د خوراکي توکو د بیو په لوړېدو سره، د بېوزله کورنیو وضعیت نور هم خراب شوی او بشري مرستو ته لاسرسی نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام