Asset 1SWN

بانکي ستونزې؛ کندوز کې صرافان: کاروبار مو ښه شوی

IMG-20221106-WA0003 22

د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې که څه هم سرپرست حکومت د هېواد د بانکي سېسټم ښه‌والي په موخه هڅې کړي، خو لا هم بانکونه له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

یادو ستونزو ته په پام د تېرو څو میاشتو راهیسې کندوز کې خصوصي بانکونو خپل پېردونکي له لاسه ورکړي او د یاد ولایت اوسېدونکي د پیسو لېږد رالېږد د صرافیو له لارې کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کندوز اوسېدونکی الیاس احمد وايي، په تېر یوه کال کې خصوصي بانکونو خپلو پېردونکو ته د پام وړ خدمتونه نه دي وړاندې کړي او دې برخه کې پاتې راغلي دي.

د نوموړي په وینا، کندوز کې د خصوصي بانکونو څانګو کې د خلک پيسې بندې دي او د لګېدلو بندیزونو له کبله نشي کولای چې په یوه وار ډېرې پیسې راوباسي.

نوموړي وویل: «څوک چې بانک کې پیسې لري، د محدودیتونو له امله یې نشي اخیستلی، خلک اړ دي چې خپلې حوالې د صرافیو له لارې وکړي. موږ هیله‌مند یو چې سرپرست حکومت د بانکي سېسټم ستونزو ته پام وکړي، څو خلک خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې او تجارت د بانک له لارې وکړي.»

په ورته مهال کندوز کې یو صراف حاجي علي ترکمن وايي، دغه ولایت کې بانکي فعالیتونه کم شوي او صرافۍ توانېدلي چې خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي. د نوموړي په وینا، دوی له هېواد پرته بهرنیو هېوادونو ته هم په لویه کچه د حوالې ستونزې حلولی شي.

حاجي علي ترکمن همداراز په بازارونو کې د زړو بانک‌نوټونو له ډېروالي شکایت کوي او وايي چې حکومت باید دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

بل‌خوا کندوز کې د یوه خصوصي بانک مدیر محمدپرویز ځاځی وايي، هېواد د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا دوی د پیسو له کمښت سره مخ شول چې او له همدې امله دوی اړ شول، څو پر پېردونکو محدودیتونه ولګوي.

نوموړی همداراز وايي چې په نږدې راتلونکې کې به د کندوز مرکز او ولسوالیو کې د صرافۍ خپل‌کاره ماشینونه ولګوي چې ورسره به د پیسو ستونزې تر یوه بریده حل شي.

نوموړي وویل: «د بدلونونو وروسته بانک کې د پیسو راکړه ورکړه ودرېده او خلکو به د صرافۍ له لارې حواله کوله. د افغانستان به هم وخت درلود چې دې برخه کې یو لړ قوانین وضع کړي او له بانک څخه اوونۍ کې ۳۰زره او لس زره افغانۍ خلک واخلي او دا ستونزې به حل کېږي.»

هڅه مو وکړه چې دې برخه کې د افغانستان بانک نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بریالي نشو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا د بانکونو پېردونکي د خپلو پیسو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې ندي توانېدلي له بانکونو خپلې پیسې راوباسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام