د کندوز د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د اختر په شپو او ورځو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ټرافیکي پېښو له امله لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.
د کندوز د عامې روغتیا رییس نجیب‌الله ساحل سلام‌وطندار ته وايي چې په دې پېښه کې ۱۱ کسان مړه او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ
د کندوز دعامې روغتيا رييس زياتوي چې د دغو پېښو قربانیان د کندوز ښار او د دغه ولايت د خان اباد او امام صاحب ولسواليو اوسېدونکي دي چې ټپيان دا مهال تر درملنې لاندې دي.
په همدې حال کې د کندوز د حوزوي روغتون سرطبیب محب‌الله ناصري وايي، د اختر په شپو او ورځو کې د ټرافيکي پېښو له امله روغتون ته په وروړل شويو ټپيانو کې ښځې، نارينه او ماشومان هم شامل دي چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.
بل خوا د کندوز د امنيې قومنداني وياند عبيدالله عابدي هم د کوچني اختر په شپو او ورځو کې د ټرافيکي پېښو رامنځته کېدل تاييدوي او وايي چې دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د کندوز يوشمېر اوسېدونکي هم د موټر چلوونکو له لوري بې احتياطي د ټرافيکي پېښو د رامنځته کېدو اصلي لامل بولي او له مسوولانو غواړي چې د اختر په شپو او ورځو کې د موټرو د ګړندي تګ مخه ونيسي.

د راپورونو له مخې، ننګرهار، هرات، هلمند، روزګان، میدان وردګ او یوشمېر نورو ولایتونه هم د کوچني اختر پر مهال د ټرافیکي پېښو شاهدان وو چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام