د سوېلي او لوېدیځو ولایتونو ځايي چارواکي دغو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو د قربانیانو شمېر زیاتېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، تېره شاوخوا یوه میاشت کې د ټرافیکي پېښو پرمهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ کسانو ژوند بایللی او تر ۱۷۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو د قربانیانو په اړه د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د روان لمریز کال په وري میاشت کې کندهار کې ۲۱ مړه شوي او ۷۲۱ ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

همداراز هرات کې ۱۸ مړه شوي او ۶۵۷ ټپیان، هلمند کې ۳ مړه شوي او ۱۱ ټپیان، زابل کې یو مړه شوی او ۱۵ ټپیان دي.

موندنې ښايي چې په دغه موده کې بادغیس کې یو کس مړ شوی او ۹۳ ټپیان دي او په روزګان کې ۱۲۴ ژوبل دي چې غور کې شاوخوا سل ټپیان او ۶ ټپیان هم په فراه ولایت کې ثبت شوي دي.

د دغو ولایتونو ځايي مسوولان وايي، د ټرافیکي پېښو قربانیانو کې ښځې، ماشومان او نارینه‌ شامل دي.

د کندهار د روغتیايي مسوولانو د څرګندونو پر اساس، یوازې تېرو شپږو میاشتو کې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو په دلیل ۳ زره او ۹۲۶ کسان ژوبل شوي او ۱۲۶ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

چارواکي د ټرافیکي پېښو د زیاتېدو لامل، د کم‌عمره کسانو له‌خوا موټر چلول، خراب سړکونه او ټرافیکي قوانینو څخه ناخبري بولي.

د یوشمېر دغو ولایتونو د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي، دا چې نوی کال پیل شوی او د خلکو تګ راتګ هم زیات شوی، ورسره د ټرافیکي پېښو کچه لوړه شوې ده.

د هغوی په وینا، که څه هم تراوسه د مرکزي چارواکو له خوا ټرافیکي لارښوود نه دی ورکړل شوی، خو هڅه کوي چې د پوهاوي په ورکولو سره د ټرافیکي پېښو کچه راکمه کړي.

د هرات د ټرافیکي پېښو د څېړلو امر سید‌ګلاب شاه او د فراه د ټرافیکي پېښو امر سنګین په دې اړه وايي:

د دغو ولایتونو مسوولان له کورنیو غواړي چې خپل نقلیه وسایل ماشومانو ته په اختیار کې ور نه کړي او د ټرافیکي پېښو په کمېدو کې همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده، چې د پسرلي پرمهال تل د هېواد لویو لارو کې د ټرافیکي پېښو زیاتېدو څخه اندېښنې مطرح شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام