Asset 1SWN

د هرات نننۍ زلزلو کې دوه کسان مړه او ۱۲۵ ټپیان شوي

09bc7b10-9c9b-42a8-a009-05c53e7ee73b

د هرات د حوزوي روغتون مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نن یکشنبې «تلې ۲۳مه» زلزلو له امله تر دې مهاله دغه روغتون ته دوه جسدونه او ۱۲۵ ټپیان وروړل شوې دي.

د امریکا ځمک‌‌پېژندنې سروې د معلوماتو له مخې، نن په هرات کې د یوه ساعت په ترڅ کې دوه زورورې زلزلې وشوې چې د مالي او ځاني زیانونو د اوښتو خبر هم ورکړل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لومړۍ زلزله چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې شوې مرکز یې د یاد ولایت د کُشک ولسوالي کاریزنو سیمه ښودل شوې ده. د ریښتر په کچه د یادې زلزلې شدت ۶،۳ ښودل شوی دی.

ویل کېږي چې لا تراوسه د یاد ولایت په ځینو لرو پرتو ولسوالیو کې د شوې زلزلې له امله ټپیان حوزوي روغتون ته نه‌دي لېږدول شوي.

مسوولانو د یادې زلزلې له امله د مرګ‌ژوبلې شمېرو د لوړېدو اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا ځمک‌‌پېژندنې سروې پر خپله اېکس ټولنیزه شبکه «ټوېټرپاڼه» همداراز لیکلي، دویمې زلزلې د هرات ښار شمال لوېدیځې سیمې لړزولې دي.

دویمه زلزله چې د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې ښودل شوې، د هرات ښار شمال لوېدیځ ته په ۲۹ کیلومټرۍ کې تر ځمکې لاندې شاوخوا ۱۲کیلومټره ژوره وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ویل کېږي چې په فراه او بادغیس ولایتونو کې هم د یادې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام