Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې د ۳ کسانو سوځول شوي جسدونه موندل شوي

unnamed-5-p03054qgxchufffiv5k7iwahsdfr0lxrgf2ev8onmc

 

د هرات ولايت محلي مسوولان وايي چې په دې ولايت کې د ۳ کسانو سوځول شوي جسدونه موندل شوي دي.

د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاده سلام‌وطندار ته وايي، دغه درې جسدونه چې یوه یې ښځه، یو ماشوم او بل یې نارینه دی، تېره شپه د انجیل ولسوالۍ «کهدستان» سیمه کې کشف شوي او حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.

د نوموړي په وينا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه ۳ کسان په بل ځای کې وژل شوي دي او بيا يې جسدونه «کهدستان»  سيمې ته راوړل شوي او سوځول شوي دي.

د هغه په وینا، دې برخه کې یې څېړنې دوام لري.

د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا هم مني چې حوزوي روغتون ته ۳ سوځول شوي جسدونه ور‌وړل شوي.

د نوموړي په وينا، په دې اړهد عدلي طب څېړنې پيل شوې دي.

د يادولو ده چې يوه مياشت وړاندې هم د هرات ښار اوومه ناحيه کې د دوه مېرمنو جسدونه موندل شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام