Asset 1SWN

د هرات لسمه امنیتي غونډه په تاجکستان کې پیل شوه

نشست-امنیتی-هرات-در-تاجیکستان-pyf5jvf46l6yic0jwxsb70xob4h48vbhy49dsrcfbc

د هرات امنیتي غونډې لسم پړاو نن د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبه کې پیل شو. دا غونډه چې د پخواني حکومت یوشمېر چارواکو او له ۲۰ ډېرو هېوادونو استازو په‌کې برخه اخیستې، سبا هم دوام ولري.

د افغانستان په اړه د هرات امنیتي غونډې جوړوونکي د سږ کال غونډه د تېرو هغو په پرتله چې د پام وړ پایلې یې نه‌ ‌لرلې، متفاوته بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په تاجکستان کې د «افغانستان او سیمه‌ییزو مطالعاتو مرکز» رییس قاسم‌شاه سکندر او د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په دې اړه وویل:

«د ننۍ غونډې جوړښت د نورو غونډو له جوړښت سره توپیر لري. دغه کنفرانس علمي او مسلکي دی چې تکړه ډیپلوماټانو، پوهانو او شنونکو په‌کې ګډون کړی؛ دویم دا غونډه ټول‌شموله ده او له ۲۰ ډېرو هېوادونو استازي په‌کې ګډون لري.

«طالبانو ټول واک غوښته او اوس هم همداسې ده. موږ د خبرواترو له لارې د عادلانه سولې غوښتونکي یوو؛ داسې سوله چې د ازادۍ او عدالت لپاره زموږ د خلکو غوښتنې په‌کې ځای ولري.»

په همدې حال کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فرهاد سلیم بیا دې غونډه کې د وینا پر مهال، په افغانستان کې د ښځو او لږکیو د حقونو نقض، د نشه‌یي توکو د تولید زیاتېدو او د ترهګریزو فعالیتونو پر پراختیا نیوکه وکړه.

هغه وویل: «بل ټکی چې زموږ اندېښنې یې را پارولي، د ترهګرو د فعالیت زیاتېدل دي. افغانستان کې په لویه کچه د القاعدې، داعش، جماعت‌ انصارالله، د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت، د پاکستاني طالبانو تحریک او نورو ډلو استازي شته.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سیاسي چارو شنونکي بیا د افغانستان لپاره د دې غونډې پایلو ته خوشبینه دي. سیاسي شنونکو همایون خیري او عزیز معارج په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي:

«دا غونډه به ښې پایلې ولري، په تېره د یوه ټول‌شموله حکومت لپاره د تګلارې برخه کې. دا له نړیوالې ټولنې سره مرسته کوي.» «دا غونډه خپله ګټه لري، خو که د طالبانو استازی هم په‌کې وای او له اوسني افغانستانه یې دفاع کړې وای، ښه و؛ ځکه رسمي بڼه یې خپلوله او اوس طالبان کولای شي پرېکړو ته یې هېڅ پام ونه کړي.»

دې غونډې ته چې د «افغانستان د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز» او په تاجکستان کې «د افغانستان د سیمه‌يیزو مطالعاتو مرکز» له لوري جوړه شوې او د افغانستان د اوسني وضیعت په اړه په‌کې خبرې اترې کېږي، د اسلامي امارت چارواکي نه‌دي وربلل شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام