د پاکستان «ډان» ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی، څو په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور تښتوونکي ونیسي.

د دغې ورځپاڼې په وینا، عمران خان د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشیداحمد ته لارښوونه کړې چې په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور تښتوونکي په نښه او ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ناپېژنده کسانو د تېرې جمعې په ورځ په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل په اسلام‌اباد کې له یوه سوداګریز مرکز څخه وتښتوله او له شکنجې وروسته یې بېرته راخوشې کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان احضار او خپل سخت اعتراضونه یې ورسره شریک کړل.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې سلګونه کسان نن په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور تښتونې او شکنجې په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي دي.

معترضانو په پاکستان کې د افغان سفیر د لور پر وړاندې شوی ظلم شرموونکی او د اندېښنې وړ بولي. دوی له افغان حکومت څخه هم غوښتي چې له پاکستانه د دې پېښې جدي پوښتنه وکړي او ورسره په کابل کې د دغه هېواد د سفارت دروازه هم وتړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام