د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه سبا سه‌شنبه د کابل پر وخت مازدیګر ۰۶:۳۰ دقیقې جوړېږي.

ټاکل شوې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما سرپرست او سیاسي مرستیال مارکس پوټزل هم په دې غونډه کې ګډون او خبرې وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق ته هم دې غونډه کې د وینا بلنه ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال هم د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډه کې چې نن یې وروستۍ ورځ ده، د افغانستان استازي ته د وینا حق ور نه کړل شو.

نصیراحمد فایق ویلي، افغانستان او میانمار د «تېر کال هوکړې او مخینې» پر بنسټ، سږ کال هم د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډه کې وینا ونه کړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام