په پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال اندېښنه لري چې له دغه هېواده د وتلو لپاره ورکړل شوې موده یې په پوره کېدو ده او اوس وېرېږي چې د پولیسو له لوري به بندیان او یا هم وځورول شي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو استازیو ملک مجاهد شینواري او اولخان میاخېل سلاموطندار ته ویلي، کلونه کېږي چې په پاکستان کې اوسېږي او هلته یې پرېمانه پانګونه کړې، خو که اوس یې افغانستان ته اړوي، خپله شتمني او پانګونه به له لاسه ورکړي. دوی زیاتوي:
«کډوال په پاکستان کې پورونه لري او پانګونه یې کړې، کورونه یې جوړ کړي او نهشي کولای چې په دې کمه موده کې په پاکستان کې خپل کارونه را ټول کړي.»
«موږ له پاکستان، اسلامي امارت او د کډوالۍ اړوندو بنسټونو څخه غواړو چې ژمی په را رسېدو دی او افغان کډوال کورونه نه لري، له ستونزو سره مخامخېږي. وخت دې ورکړل شي او ځینې افغانان چې په پاکستان کې ثبت شوي هم دي، له ستونزو سره مخ کېږي.»
په ورته وخت کې یوشمېر افغان کډوال چې په تېرو څو ورځو کې هېواد ته را ستانه شوي، د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه غواړي چې دلته ورته د تلپاتې اوسېدو اسانتیاوې برابرې کړي. وزیراحمد ساپی او ذاهدالله وايي:
«هغه کډوال چې افغانستان ته راځي، لومړنۍ مرستې او د اوسېدو لنډمهالی ځای ورته رسېږي، خو موږ تلپاتې مېنې ته اړتیا لرو او باید د کار اسانتیاوې راته برابرې شي.»
«د حکومت له لوري راسره مرسته شوې، لکه خوراکي کڅوړې او لنډمهاله ځایونه. موږ هیله لرو چې خلک بېوسه دي، ډېره مرسته دې ورسره وکړي چې خلک ډېر اړمن دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني پولیسو لهخوا د یوشمېر افغان کډوالو له نیول کېدو سره هممهاله د دغه هېواد حکومت هغو کډوالو ته چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند کوي، د روانې اکټوبر میاشتې تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی، څو له دغه هېواد څخه ووځي، خو که ونه وځي، په زوره به یې وباسي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست سرفرازاحمد بګټي د جمعې په ورځ یوې غونډې ته ویلي چې د ناقانونه کډوالو لپاره د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو وروسته به د پاکستان حکومت د هغوی د اېستلو برخه کې هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.