Asset 1SWN

عباس ستانکزی: پاکستاني سیاستوال دې د خپلې ژبې عفت مراعت کړي

F7qfea9XIAAr2CM

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د پاکستان سیاسیون دې د افغانستان په اړه د وینا پر مهال د خپلې ژبې عفت مراعت کړي.

عباس ستانکزي دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د یو‌شمېر محصلانو د فراغت په اړه جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ستانکزي پر پاکستاني سیاسیون غږ کړی چې له بې‌ځایه تور لګولو او ادعاوو لاس واخلي او په وینا یې، خپلې ستونزې دې په خپله حل کړي.

نوموړي چې دې غونډه کې په تنده لحجه خبرې کولې، پاکستان کې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد چلن له زغم وتلی وباله او وویل چې د دغه وضعیت دوام به ستونزې لاپسې زیاتې کړي.

د هغه په وینا، د پاکستان په زندانونو کې د افغان مېرمنو او ماشومانو په ګډون د افغان کډوالو بندیانېدل، د زغملو نه دي. هغه وویل: «دا نشو زغملی چې زموږ مېندې او خویندې دې په زندانونو کې وي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي خپلو خبرو کې وویل چې افغانان د پاکستان له خلکو خوښ دي، خو په وینا یې، اوسنی لنډمهالی «حکومت یې افراط کوي.»

هغه دې غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې پاکستان مېشتې افغان کورنۍ د پاکستان دفاع لپاره قرباني ورکړې او په وینا یې، دغه هېواد د افغانانو پوروړی دی.

نوموړي وویل: «که د افغانانو مرسته نه وای، پاکستان به اوس د روس مستعمره وه. افغانانو تل پاکستان سره ښه کړي دي، خو پاکستان یې په بدل کې تل د افغانانو پښې وهلې دي او ظلم یې کړی دی.»

ستانکزي د پاکستان هغه پرېکړه هم یوه اړخیزه وبلله چې دغه هېواد ویلي، افغان کډوال به بېرته افغانستان ته ولېږدوي. نوموړي وویل چې افغانان ترهګر نه‌دي او نه هم داسې پېښو کې لاس لري.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی زیاته کړه چې پاکستان دې زموږ زغم نه‌ازمايي او په وینا یې، «د افغانستان امنیت ټينګ شوی، نور ګاونډیان په امن کې دي او له دوی هم ورته عمل غواړو…»

هغه له هېواده بهر افغان سیاسیون څخه هم غوښتنه وکړه چې هېواد ته راستانه شي او له نورو هېوادونو دې د جګړې لپاره مرسته نه‌غواړي. په ښکاره توګه نوموړي د کوم سیاسیون نوم وانه‌خیست، خو وویل چې سیاسیون دې له اسراییلو د مرستې غوښتنه نه‌کوي او جګړه د حل لاره نه‌ده.

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د وروستۍ یوې میاشتې راهیسې پاکستان دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیونې لړۍ چټکه کړې او تر دې مهاله یې سلګونه افغان کډوال بندیان کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ځینو خپرو شویو راپورونو کې د افغان کډوالو د ځورونې خبر هم ورکړل شوی دی. دغه هېواد کې افغان کډوال وايي، پاکستان هغه کډوال هم نیسي چې قانوني اسناد لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام