Asset 1SWN

عباس ستانکزی: د امارت سیاسي مخالفان دې وطن ته راشي او په ویاړ دې ژوند وکړي

IMG-20230919-WA0050-qcnjg32y9ym0634je5sigrh027n462knzesigyicug

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن سهار (د وږي ۲۸مه، د سه‌شنبې ورځ) پنجشېر ته د سفر پر مهال د ا.ا پر ټولو سیاسي مخالفانو غږ وکړ چې بېرته دې وطن ته راوګرځي او په ویاړ دې ژوند وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي د ا.ا د په رسمیت پېژندلو په اړه ویلي چې له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او په وینا یې: «ډېری هېوادونه په کابل کې ډیپلوماټیکې استازولۍ لري. موږ ډېرو هېوادونو ته سفیران او کونسلان لېږلي. همدارنګه، په دې وروستیو کې له چین سره د ښو اړیکو له کبله مو دغه هېواد سره ځینې هوکړې لاسلیک کړې دي.»

شېرمحمد عباس ستانکزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانېستل کېدو په اړه د سلام‌وطندار د خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «له تېر نظام څخه ځینې نیمګړتیاوې شته چې له منځه ولاړې شي. په راتلونکي کې به د ټولو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانېستل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ټينګار کړی چې د افغانستان پر خاورې د بې‌پیلوټه الوتکو ګرځېدل ښکاره نقض دی. هغه پر ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې یوشمېر رسنۍ د اسلامي امارت د بدنامولو لپاره کار کوي او په خبره یې، په نړۍ کې هېڅ حکومت له نیمګړتیاوو او تېروتنو خالي نه‌دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام