د ریاستالوزرا سرپرست عبدالکبیر نن (د غبرګولي څلورمه، د پنجشنبې ورځ) په سپیدار ماڼۍ کې یوې غونډې ته چې د ا.ا لوړپوړي چارواکي پهکې ناست وو، د وینا پر مهال ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.
هغه وايي: «بهرني هېوادونه له ا.ا سره مثبت تعامل لري او افغانستان کې ټولې سفارتخونې پرانېستې دي. موږ له نړۍ سره ښې اړیکې غواړو.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی ټینګار کوي چې اوسنی حکومت ټولشموله دی او قومي تعصب پهکې نشته او په وینا یې، اسلامي امارت نیوکې په ورین تندي مني، خو که د څو «مفسدو کسانو» ځای پرځای کېدل د ټولشموله حکومت په مانا وي، دا بیا سرپرست حکومت ته د منلو نه ده.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خواه هم په دې غونډه کې هم وویل چې په زغم سره کولای شوو پرمختګ ته ورسېږو. خیرخواه وايي، «دوښمن» هڅه کوي چې هېواد له علمي پانګې خلاص کړي او په خبره یې، له یوشمېر استادانو سره اړیکې نیسي، څو له افغانستان څخه ووځي.
بلهخوا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور وايي چې له دوهنیم زرو ډېر کارکوونکي په دغه وزارت کې کار کوي او تر اوسه یې یو هم له دې کبله چې به تېر حکومت یې کار کړی، له دندې نهدی ګوښه شوی.
هغه زیاتوي: «که ګاونډیو هېوادونو ته هم الوتکې راشي او ووايي چې تاسو ته د ژوند ښې اسانتیاوې برابروو، ټول ځي. نن یوه دسیسه روانه ده چې زموږ پر زدهکړو سمبال ځوانان له هېواده وباسي.»
د اسلامي امارت چارواکو په دې غونډه کې وویل چې اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او د خلکو ترمنځ ورورولي هم جوړه شوې ده.